ولی راته وایی په نیمه لاره کومې خواته همسفره لاړې ستن د طبیب وې خو په زخم کې ژوره لاړې ولی راته وایی په لوپټه پسې دي نه رسېدل تور لاسونه ته څومره بره شوې چې لاندې له کمره لاړې ولی راته وایی د سبا سترګه دي جهان ته دروغجنه کړله بېرته د غرو تر شا فنا شوې ترېنه لمره لاړې