دمینی درده مینه اوس څه پاتې ده، بس خو خاطره پاتې ده که زه هیره خاطره کړمه نو څنګه به شي؟ ځانونه پرهېزګاره ښودونکي حضرات، په اصل کې د شیطانت یوه بېله نمونه وي. تازه یادونو ته که جوړ کړمه تازه قبرونه زه که دا خپل زړه هدیره کړمه نو څنګه به شي؟ تر اوسه راغلمه په هره لار تنها راغلمه اوس که دا خپل ځان راسره کړمه نو څنګه به شي؟ ممتازه! ما کښې یو منصور په بد مستۍ راغلی که نن سبا یې غرغره کړمه نو څنګه به شي