كلمات ژونده هله به راګران شې چې د یار په نوم قربان شې

🎤 Abdul Hakeem Sajjad
ژونده هله به راګران شې چې د یار په نوم قربان شې
غږ دې راتۀ کڼه خو نه وم
د مېرې کور دی در وتی نه شوم مئینه
ژونده هله به راګران شې چې د یار په نوم قربان شې
غم به مې جرړې د زړۀ پرې کړي
د بل د لارې مله نۀ راځي خوبونه
ژونده هله به راګران شې چې د یار په نوم قربان شې
زما په زړه کې څړيکې وشوې
لکه چې زړۀ کې د لالي وګرځيدمه
ژونده هله به راګران شې چې د یار په نوم قربان شې
ژوندون مې کټ مټ جهنم دی
د دوزخونو به دې څه پروا لرمه
ژونده هله به راګران شې چې د یار په نوم قربان شې
په ميلمنو دې ډزې وشه
تر نيمې شپې پورې يواځې ناسته يمه
ژونده هله به راګران شې چې د یار په نوم قربان شې
بې وسي توره وي که سپينه
لالی مې ځي زه په کنډو ولاړه يمه
ژونده هله به راګران شې چې د یار په نوم قربان شې
چې پښتانه پېغله ودیـږي
په هر ارمان یې چړې غبرګې غبرګې ځینه
ژونده هله به راګران شې چې د یار په نوم قربان شې
رب دې زما په شان مئین کړه
چې کبرجن ځان تۀ دې فکر شي مئینه
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Abdul Hakeem Sajjad

كل أغاني Abdul Hakeem Sajjad ←