ای ده شریعت زلمو وساتی زړه به زور ځانله پیدا کړي ژوند به شور ځانله پیدا کړي زه او ته به ترینه لاړ شو دوۍ به نور ځانله پیدا کړي ای ده شریعت زلمو وساتی چا چې سترګې پورته کړي دي نو سترګو ته یې ګوره نه به سپین ځانله پیدا کړي نه به تور ځانله پیدا کړي ای ده شریعت زلمو وساتی تړمې تړمې اوښکې پاڅي د غزل په ټکو توی شي زړه چې زخم شي نو داسې یو ټکور ځانله پیدا کړي