جانانه دی اختر ته راشه شعرونه د وطن ليکم د ډزو په دې ښار کې څه نوي مشغولا کؤم بغير د اجازې جانانه دی اختر ته راشه ځه سترگې دې کړه پټې نو بلها څه به درياد شي زه هاغه مينه بيا کؤم بغېر د اجازې جانانه دی اختر ته راشه د وخت دا ناکردې مې په زړګي بلها درانۀ دي نن غېږ کې دې ژړا کؤم بغېر د اجازې