اصلاح د نیت له درده مې له سترګو فوارې روانې دي د ډېرو ضمیرونو جنازې روانې دي خیالونه د نمرود او د شداد کوي اتڼ ایمان باندې مو کلکې زلزلې روانې دي زرغونې پۀ دې خاوره نۀ شوې هیلې د ژوندون بهاره! اوس دې وینې لۀ سینې روانې دي پر وليو يې د هر جبر لمبې دي چې بلېږي چې څومره حادثې دي، پۀ غزې روانې دي جهاد د مرده باد او زنده باد کوي یاران حسنه! دلته بل رقم کیسې روانې دي