كلمات ده جانان مزار ته راغلم

🎤 Molvi Nasratullah Nasrat
ده جانان مزار ته راغلم
راته ښکاري چې کوم ستوری د اسمان دی
رالوېدلی د دې ځمکې په لمن دی
ده جانان مزار ته راغلم
په قدم قدم کې لپې لپې مینه
د غمیو په دریاب کې غوطه زن دی
ده جانان مزار ته راغلم
تکبیرونه د دمـ..ـشق منارې وایي
مؤذن د محمد پکې دفن دی
ده جانان مزار ته راغلم
څه خوشبو له مقدسې خاورې خیږي
عنبرې وږمې د زلفو که ختن دی
ده جانان مزار ته راغلم
میدانونه په لښکرو فتحه کیږي
خو اخلاق د ماتو زړو ګټلو فن دی
ده جانان مزار ته راغلم
دا سړی چې واړه حسن پرې تمام دی
دا راشده د کږې تورې څښتن دی
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Molvi Nasratullah Nasrat

كل أغاني Molvi Nasratullah Nasrat ←