ګل مدینی دوکانونو مخې ته پرتې غوښې راټولوي او د خوراک له پاره يې پخوي. ګل مدینی هډوکي جوشوي او خوري يې، د خلکو استعمال شوې او غورځول شوې جامې اغوندي، څلور او پنځه کاله ګل مدینی د خلکو زاړه سليپر په پښو کوي او د حلوا، کېک او ملايي د خوند څکلو په ارمان له دنيا رخصتيږي ګل مدینی