ای خوری ستا سر دې وي زما او زما سر ستا په څنگل کې راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې ای خوری چې جوړ کړو د سپوږمۍ د پلوشو ځنې ټالونه جوټې چې نرمې نرمې راله راکړي نکهتونه ای خوری اغوستی مو د گل د رنگينۍ وي څادرونه تر هغه وخته زانگو چې وخت ورک شي په زانگل کې ای خوری راځه چې يوه جوړه کړو جونگړه په ځنگل کې جذبې چې د پرېشانه غوندې مينې کړو راجمع ای خوری دوه شوي زړونه يو کړو ترې پيدا کړو يوه شمع ساز واخلي پتنگان چې شي راټول د سوز په طمع