تنهايی ده رنزور زړګی د تاريخ د فلسفې نه د کتاب د مسئلې نه د انسان د تجربې نه د غنمو د دانې نه ما يوه خبره زده کړه پۀ يوه خبره پوه شوم چې ګناه هم د کار شے دی تنهايی ده رنزور زړګی په مخ مې خړې خاورې تالې نه یې وینځمه دې لالي د قبر دینه سترګو نه مې زړۀ ته کړې لاليه! ماښام تېر شو يو ځاے نه مې بل ځاے ته بدله کړه ډيوه