كلمات رحمت دذالجلال دی او رڼا په سر زمین
رحمت دذالجلال دی او رڼا په سر زمین
چې زما مينه ستا په كار نه راځي
ما له جانانه! بله لار نه راځي
رحمت دذالجلال دی او رڼا په سر زمین
زما د زړه په چينه خوله دې كېږدي
كه ميخانه كې د چا وار نه راځي
رحمت دذالجلال دی او رڼا په سر زمین
د پوهو سترګو مې تا لوست و نه كړ
ما له په خوله چل د اظهار نه راځي
رحمت دذالجلال دی او رڼا په سر زمین
د لېونو هوښياري هم ومنه
په مېرو ګرځي، خو په ښار نه راځي
رحمت دذالجلال دی او رڼا په سر زمین
د فن د خرڅ هنر مو زده نه كړلو
د دغې ګټې كاروبار نه راځي
رحمت دذالجلال دی او رڼا په سر زمین
ګران د زړګي زخم په څه وګنډي
چې يې په لاس د زلفو تار نه راځي