كلمات په محبت کی

🎤 الشرعي
په محبت کی
نیمه شپه وه ټپه ټوپه
چینه هم خواږه خوب وړې
شاید خوب کې ېې لیدلې
دنګې دنګې مستې پیغلې
چې چاپیره ترینه ناستې
وي سحر او مازدیګر کې
چې ېې چړ ؤ داسې مست وو
چې شړا ته ېې په غرو کې
واړه زرکې ګډیدلې
ځوانو بنګو وو راوستي
له غروره ډک سرونه
وه فضا ېې نشه کړې
وه هر خوا ېې نشه کړې
د ګلونو سترګې ډکې
هره پرښه وه خوماره
په ازغو ېې وې خولې ایښې
په ازغو کې هم تاب نه ؤ
چې د پرښې دا نازکې
دا د ګل په خوند ککړې
دا خوږلوټې شونډې وخوري
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ الشرعي

كل أغاني الشرعي ←