موریدان په غم زنګيژی څه ناپامه دې ترې عکس دی اخیستی اخ قربان شمه عکاسه ستا له لاسه موریدان په غم زنګيژی د زړه زخم مې ناسور شو نه رغېږي پټۍ ږدمه پرې له پاسه ستا له لاسه موریدان په غم زنګيژی ډېر ځوانان لاړل د ښکلو تابعدار شول د سمون خیالي احساسه ستا له لاسه