ګوره زړګيه د خوديت په ګدۍ ناست دي ، ټول له مخې خپل سري کا شهزاده د وطن څه چې، پاده وان هم زما نه دی ګوره زړګيه خداى خبر کومې شغلې ته، د معراج په نيت ولاړ دى هسې وايم ژوند روان دى، ژوند روان هم زما نه دی ګوره زړګيه په خپل حق شومه منکره، بيا مې ووې شمائلې دا جنون هم صحرايي دى، دا داستان هم زما نه دی