كلمات په لپه کی راټوله کړم ږړا

🎤 Qari Jamaluddin Haqqani
په لپه کی راټوله کړم ږړا
بس دا يو غم د بېلتانه که نه وی
نور د خدای فضل دی
ژوند ښه تېريږي!
د رواج له ښـــــاره ډکې سترګې لاړو
او راپاتې مو شول ژوبل ژوبل زړونه
په لپه کی راټوله کړم ږړا
ما دې ووهي که بېرته درته راغلم
د دې ګردې نړۍ واړه قسمونه.
انتها د بې وسۍ په ما تمامه
یار روان دی ورپسې لارې ته ګورم
په لپه کی راټوله کړم ږړا
ته له بل سره په نوې لارې لاړې
زه لا هغسې زړې لارې ته ګورم
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Qari Jamaluddin Haqqani

كل أغاني Qari Jamaluddin Haqqani ←