كلمات نیمګړی هیلی
نیمګړی هیلی
په مرګ دې نه مري
جانان خوږ دی
په رنځ دې پریوځي چې پوښتنې
له یې ورځمه
چې په ژوند مې ګرځوله
لمن داغ داغ
څه پروا که مې نصیب
شی کفن داغ داغ
پۀ خولګۍ هېڅ ویلی نۀ شم
پټ پۀ اشنا پسې رنځور لۀ غمه یمه
ډېر وخت وشو چې نښکاري
بیخې ده نادرکه
بیخې ده رانه ورکه
مکتبئ بلا وهلې
ښایسته نازکي ګوتې دي
قلم سره جوړیږي
اوښان دي درنه پاتي
شه کوچۍ بلا وهلې
کتاب مې د لیلا او د
مجنون ورته تمام کړ
خو بیا هم پوهه نشوه
په یارئ بلا وهلې
جانانه چې یا موږ پورې
دا نوم د ملا نه وای
یا دا د خلقي لور نه
وائ خلقی بلا وهلې