کاش تبیب ویای زړه کې یې اورونه او په سترګو کې دریاب وینم کومې خوا ته لاړ شمه په دواړو کې عذاب وینم کاش تبیب ویای یه د وصل جامه د دیدن تنده مې ماته کړه دښته کې د هجر هره خو ا سراب سراب وینم کاش تبیب ویای غرونه، طوفانونه، مست سیندونه مې ملګري وي یم ډاډه ډاډه روان په څنک کې چې احباب وینم کاش تبیب ویای پاڼې، پاڼې ورځې مې د ژوند د کتاب یادې دي زده علم مې هېر شي چې د ستا د مخ کتاب وینم کاش تبیب ویای رنګارنګ ګلونو کې راشده د چا نښې دي یاد مې څو یاران شي چې نرګس، ریحان، ګلاب وینم