كلمات ده وصل بارانونه تاووم
ده وصل بارانونه تاووم
د درد لمبو ته دې په ورین تندې سینه ورکړې
ځانه! منم دې دومره غم ته دې اوږه ورکړې
ده وصل بارانونه تاووم
ما څومره هیلې دې بې ننګه پورې وتړلې
زه څه خبر وم چې ړانده ته مې ډېوه ورکړې
ده وصل بارانونه تاووم
زما په څېر بدرنګ بدرنګ مخونه هم زغمای شي
دغې هندارې ته خدای څومره حوصله ورکړې
ده وصل بارانونه تاووم
هغه په لار کې لېونی سړی خو وینﺉ کنه!
دې ته یو تللي کس د بیا راتلو وعده ورکړې
ده وصل بارانونه تاووم
د زهر زهر شپي په غېږه کې یازې ناست یم
کریمه! خپلو زنګنو ته مې تکیه ورکړې