ستا غمونه د یو وجود قدر سایه غواړي ژوند څومره لویه حوصله غواړي ستا غمونه په ایینو باندې به نه ګرځېده اوس ترینه څه خپله څېره غواړي ستا غمونه زه خو د خپلې برخې ویر کومه نور رانه څه ماتمکده غواړي ستا غمونه د لیونیو خواهشونه ګوره څوک دي چې خپله تماشه غواړي د وجود سیر دومره خبره نه ده یوازې زړه لږ ایینه غواړي په ځمکه ویړې شوې د ستورو جلوې کړاوه نور رانه څه شپه غواړي