كلمات زخم زخـم زړه باندې شــفاء را تاواوي
زخم زخـم زړه باندې شــفاء را تاواوي
بیا به ناوخته وي
خو زۀ به دې هېر شوی نۀ یم
زما د غږ پۀ انتظار به د لاس ګونځې شمېرې
زخم زخـم زړه باندې شــفاء را تاواوي
خو زۀ به چرته یم؟ دځان سره به یم اوکنه؟
زخم زخـم زړه باندې شــفاء را تاواوي
شاید د ژوند ملنډو دومره ځورولی یم چې
دا لۀ تا ډکه حافظه راسره پاتې نۀ وي
ژوند به د جام پۀ تکیه، ژوند به د لوګي پۀ اوږو
داسې روان وي لکه باد اخیستې وچې پاڼې
تاته لیکلي خپل شعرونه به مې نۀ وي پۀ یاد
د وخت پۀ تول پوره سندرې به مې زړۀ ډوبوي