عسکري تربیت که نا اشنا يم مؤمنانو! یو دې داسې هم په کې وي عسکري تربیت د رقیب کړنې به زغمو، په مرګي مو پېرزو نه دی دا خو ژوند دی ای يارانو یو دې داسې هم په کې وي عسکري تربیت ما به خدای بخښي شېخانو خالي لاس به ځم جنت ته خدای به وايي جنتيانو یو دې داسې هم په کې وي عسکري تربیت دا به هم د خدای تقدیر وي؛ چې دا کوږ لرګی سيخ نه شو بسمل پرېږدئ ملايانو یو دې داسې هم په کې وي