دجدايی ږغ که نور ملکونه که ګاونډیان دي دې لېونتوب ته ټوله حیران دي دجدايی ږغ دا « صرف میر» دي لېوني کړي که مُلایان دي که یې چړیان دي جهان ته ګورم چي په هوا دی پښتون لا وږی غم ته تنها دی زرکاله کیږي پر بندو لارو سرګردان ګرځي لا خامتما دی خوب مي لیدلی د پسرلیو دجدايی ږغ سېلونه راسي د توتکیو دروازې خلاصي د ښونځیو لښکري راسي د ملالیو