څومره شکلی ستا روزه ګوره چې څه به مو له خاورو له اېرو نه وځي څومره شکلی ستا روزه څنګه دې وساتمه پټ د مینې اور په زړه کې چې د ډېوې تته رڼا هم له ښېښو نه وځي څومره شکلی ستا روزه خپله رضا چې ترکه نه کړي ستا په مینه کې څوک توره څېره به لکه دود له سرو لمبو نه وځي څومره شکلی ستا روزه موږه د خپلو زولنو خاموشي نه شو لېدای زموږ پرې څه چې ویده خلک له خوبو نه وځي څومره شکلی ستا روزه د زمانې له رویې به درته څه ووایم څوک چې زر نه لري کړاوه له سړو نه وځي