كلمات ای جنتي وطنه

🎤 Hikmat Ullah Hakimi
ستا له حسنه تاویږي ښکلاوي د لمر.
ستا له رویه وجود دی وجود د بشر.
محمد د رحمت محبت پیغمبر.
دی څښتن دضحی رسالت او کوثر.

داعي د جه.اد دی داعي د غزاء.
خیرخواه  د امت دی رسول د الله.
له دردونو به پروت په سجدو وو اکثر.

کونین شوه د ګران په راتګ ځل رڼا
مړ مراد د شیطان شو امید یې تباه.
دښمنان خناسان شوه له ټولو ابتر.

میلمه د سبحان د خپل رب مهربان.
سفر د معراج يې وو د لاړو جانان.
په ځانګړي نصرت نازېده د اکبر.

حسان له لېمو اوښکي توی کړي قطرې
په زړه یې بلیږي د وصل لمبي.
وینم وینم هر څه کې د هجر اثر.
🟢 واتساب 𝕏