دا قرار د اسوېليو تاو مې ګونځې اننګو کې وکړې ته خو رښتيالاړلې ما درسره ټوکې وکړې دا قرار ورک يم ورک شواى يمه وه زما کمعقله عقله د ځان پوښتنې مې له سيورو نه غرمو کې وکړې دا قرار آيات د صبر ترجمه راته وړې خور وکړه که ملايکه وه خبرې يې پښتو کې وکړې دا قرار زه جهنم يم جهنم زه خو عذاب يم غذاب د مينې درد مې څنګه پاڼې په لمبو کې وکړې دا قرار ژوند بهسودوال ته په زړه داسې پولۍ ودرولې لکه باران چې بربړکې په اوبو کې وکړ