كلمات چاته قیصه وکړمه د دردلی زړه می
چاته قیصه وکړمه د دردلی زړه می
امر کوه امر له دې ځایه چېرته ځو
اې دقافلو سالاره وایه چېرته ځو
چاته قیصه وکړمه د دردلی زړه می
شپه ده تروږمۍ ده او دسختې لار مزل ده
مرسته کوه مرسته لویه خدایه چېرته ځو
چاته قیصه وکړمه د دردلی زړه می
بیا د افغاني زلمو غرور ډولو ته ناڅي
ووایه ملکه او بډایه چېرته ځو
موږ ته دواړه یو دي که پکتیا ده که واخان ده
ستړي انتظار کړو طرف ښایه چېرته ځو
څه چې تا ویلي دي امنا وسلمنا
موږ دمېړنو خلکو له ګایه چېرته ځو
چاته قیصه وکړمه د دردلی زړه می
نن به دي ښکاره په زخمي زړه لکه ټکور ږدم
لاس په لاس کې را کانده لورایه چېرته ځو