خادم دمدینې وای خو برعکس ځیني خلک چې ته یې د آرامش او هوساینې وسیله ګڼې، او ته فکر کوې چې دداسې خلکو شتون شاید ستا ژوند کې ستا د خوښۍ سبب وګرځي، تاته لا درد سر وګرځي، ستا هغه وړې هیلې چې تا په خپل زړه کې ساتلې وي، هغه هم درنه واخلي او تاته د پښیمانۍ احساس درکړي. دا ډېر سخت تمامیږي. نه ویل کیږي، نه لیکل کیږي او نه څوک کوښښ کوي چې درک دې کړي.