نورس گلونه دمرګي خزان وھلي بیا به ناوخته وي خو زۀ به دې هېر شوی نۀ یم زما د غږ پۀ انتظار به د لاس ګونځې شمېرې خو زۀ به چرته یم؟ دځان سره به یم اوکنه؟ شاید د ژوند ملنډو دومره ځورولی یم چې دا لۀ تا ډکه حافظه راسره پاتې نۀ وي ژوند به د جام پۀ تکیه، ژوند به د لوګي پۀ اوږو داسې روان وي لکه باد اخیستې وچې پاڼې تاته لیکلي خپل شعرونه به مې نۀ وي پۀ یاد د وخت پۀ تول پوره سندرې به مې زړۀ ډوبوي