تاچي مدینه زړه مې تور دی د مکتب له استادۍ نه هلته صنف کې یوه شاګرده ستا همنامه تاچي مدینه نه يې نوم اخلم نه یې درس ته پاڅوی شم حاضري په شاګردانو باندې اخلم خو چې کله څلورمه نامه اخلي غبرګې ګوتې په غوږونو باندې چوخ کړم او د صنف په هغه ښۍ څنډه کې ناستو جینکیانو ته هيڅ نه شم ورکتلی