ته یی ښکلا نیمه شپه وه ټپه ټوپه د رڼو ستورو ورا تلله د سپوږمۍ ناوې ېې وړله چې له کومه خوا ېې راوړه چې دا کوم لورې ېې وړله؟ ځینو ځینو عاشقانو ستورو یو بل ته وهلې غبرګې سترګې پټې پټې ځینې خوله په خوله ولاړ وو د مچکو ېې خرپا وه عجیبه شان تماشه وه د مئینو وتې ورا وه