كلمات شهید شول قرآنونه
شهید شول قرآنونه
نظر به د جانان پرېوت
مدام په دېوالونو
موږ ځکه باید وکاندو
اوس پام په دېوالونو
شهید شول قرآنونه
منمه چې بدن به یې ټول
خاورو وي خوړلای
خو موږ یې لا تر اوسه
وینو نام په دېوالونو
شهید شول قرآنونه
جلوې د خدای د فضل شي
حلقې د سکون جوړې
موندلای نه شي ځان ته
څوک ارام په دېوالونو
شهید شول قرآنونه
را لوېږي په پردیو اوږو بر ختلي خلک
تر څو به ځان بالا وساتي بام په دېوالونو
شهید شول قرآنونه
صحرا ځکه محبوبه ده چې هر سړی ورتلای شي
محل که ښایسته دی، دی ناکام په دېوالونو
شهید شول قرآنونه
کیسې د محبت به مو انسه ښاپېرۍ شي
لیکلې مو په وینو د باګرام په دېوالونو