كلمات دروړه مي ځنګوه مي ستا دحسن په ټالوکي
دروړه مي ځنګوه مي ستا دحسن په ټالوکي
دښتې په گل باندې بدلې غواړو
لارې تیارې دي ډېوې بلې غواړو
دروړه مي ځنګوه مي ستا دحسن په ټالوکي
څه چې زمونږ لپو له نه رسېږي
هغه څه ولې؟ غواړو ولې؟ غواړو
دروړه مي ځنګوه مي ستا دحسن په ټالوکي
خلک یې رخسار ته رسیدل غواړي او
مونږ د جانان د پښو تلې غواړو
دروړه مي ځنګوه مي ستا دحسن په ټالوکي
کلي نه شور د موټرونو غواړو
ښار نه گورگورې او سونځلې غواړو
دروړه مي ځنګوه مي ستا دحسن په ټالوکي
خلک ساده،ساده خبرې غواړي
مونږ یې لفظونو کې پېیلې غواړو
دروړه مي ځنګوه مي ستا دحسن په ټالوکي
کومو څهرو چې مونږ له درد را کړې
مونږ یې له خدایه دردېدلې غواړو