كلمات مبارک شه مبارک
مبارک شه مبارک
زما له اوښکو وه کوچنۍ، نه مې تر آه لويه وه
لمره سايه مې د ګناه وه،تر ګناه لويه وه
مبارک شه مبارک
بیماریده ،بيماريده، څومره کمکۍ پاتې شوه
د خدای پناه! زما خو هيله بې پناه لويه وه
مبارک شه مبارک
سا نه تر سا نه لنډيده، سا نه تر سا لنډه شوه
رے ګا ما پا کيږي به څۀ؟ زما خو ساه لويه وه
مبارک شه مبارک
بيرته مې راوړل امانت د خوشال خان مزار ته
له هره سره دستار دروند وو او کلاه لويه وه
مبارک شه مبارک
بيرته مې راوړل امانت د خوشال خان مزار ته
له هره سره دستار دروند وو او کلاه لويه وه