بیت دی مبارک شه راشئ چې د مینې ډیوې بلي کړو راشئ چې اباد کړو پل په پل وطن بیت دی مبارک شه پام پکې روحیه د جهاد مړه نه شي پام، اوس رسېدلی تر منزل وطن بیت دی مبارک شه وي دې قبرستان استعمارګرو ته دا سنګر سنګر، مورچل مورچل وطن بیت دی مبارک شه ورک دې شي اجل بدره! پردي کور کې ورک مه شې له دې شډل بډل وطن څو ورځې چې تیرې کړې په بل وطن شي به در معلوم قدر د خپل وطن بیت دی مبارک شه مه کړې د اغزو غېږه کې ژوند د چا مه کړې هېڅ یو لرې له خپل،ګل وطن