ګل بشره نبی یا د یاره سره تللی پۀ سفر وای پۀ هرځای مې غوړولی پرې وزر وای یا یې مړ د بېلتانۀ لۀ غمه ژر وای ګل بشره نبی یا پۀ دواړو سترګو ټپ ړوند پۀ نظر وای ګل بشره نبی کۀ دا نۀ کیدای هرگزه معتزر وای خود به خود مې ځان وهلی پۀ خنجر وای ګل بشره نبی هسې پاتې شوم تر یار پورې مختوری پۀ جرگه د عاشقانو کې کوزگوری