كلمات کږه غاړه مي ستا ودرته بیاراوړې ده

🎤 qari ali muhammad aseer
کږه غاړه مي ستا ودرته بیاراوړې ده
چې لا اوس هم لۀ جذبو د مینې ډک دی
اوس به ړنګ وي لکه جنګ وهلې سیمه
خو هغه سترګې به هغسې پکې وي
د ډېوو غوندې به بلې وي زلېږي
شاه مئینه! تۀ د هر میئن مثال یې
دلته هره مینه داسې داغل کېږي
دلته هغه چې د عشق پۀ نشه پایي
دلته هغه سر لۀ کاڼو نه تېرېږي
کږه غاړه مي ستا ودرته بیاراوړې ده
شاه مئینه! سترګې ښه ده چې ړندې وي
چې یې نۀ وینې نیم وارن پلونه پۀ لار کې
چې یې نۀ وینې پۀ زلفو کې سپین ډکي
چې یې ونۀ وینې ګونځې پۀ رخسار کې
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ qari ali muhammad aseer

كل أغاني qari ali muhammad aseer ←