سترکو ته می راسی خوږ تصویر چې ماښام په خپلو ګوتو ددې سیند سپينې څپې یې تکې تورې رنګولې ته هم هلته وې ولاړه له سپين مخه دې رڼا وې رالویدلې او دې سیند به بیا سینې پورې ټومبلې لکه څو سپینې ډیوې د نیلوفر په څیر اوبو نه وې وتلې له هغې ورځې راهیسې سیند له ځانه سره ریږدي فقط باد په دې پوهیږي سیند چې غواړي ځان راټول کړي سترکو ته می راسی خوږ تصویر چې څپو نه یی وړې کشتۍ جوړیږي اوپه دې خو ته پوهیږې سیند چې تاته نژدې کیږي