كلمات ستا په نشتون کی می
ستا په نشتون کی می
زړه مې غواړي څو شېبې مې ژوند ته راشې
څانګې څانګې ژوند مې بیرته منظم کړې
په ګرېوان مې خپلې سپینې ګوتې کېږدې
وران ویجاړ وجود مې بیرته راته سم کړې
ستا په نشتون کی می
زړه مې غواړي بیرته هغسې مین شم
ګالرۍ کې دې زړو عکسو ته لاړ شم
خپلې تېرې خاطرې کړم را برسېرې
بیا وټساپ کې مسیجونه درته پرېږدم
چې دا دومره وخت دې څه کول وې چېرې
ستا په نشتون کی می
زړه مې غواړي څو شېبې مې ژوند ته راشې
څانګې څانګې ژوند مې بیرته منظم کړې
په ګرېوان مې خپلې سپینې ګوتې کېږدې
وران ویجاړ وجود مې بیرته راته سم کړې