كلمات مین زړه می ستا ده سترګو وصال غواړی
مین زړه می ستا ده سترګو وصال غواړی
خپله مو د خپل وجود لاسونه وتړل
موږ څه په بېکاره خلکو زړونه وتړل
مین زړه می ستا ده سترګو وصال غواړی
غږ یې د زلمو د بې ننګیو واورېده
نجونو د وطن کمربندونه وتړل
مین زړه می ستا ده سترګو وصال غواړی
نورو، نورو خلکو، نوره خلک کړل یاران
ښکلیه موږ په تا پسې نیتونه وتړل
مین زړه می ستا ده سترګو وصال غواړی
دې ښار کې د عشق په نوم شروع هوس بازۍ
ځکه خو مینو ګرېوانونه وتړل
مین زړه می ستا ده سترګو وصال غواړی
غلي شئ! پاچا شو سرمعلم د ښوونځي
غلي شئ! پاچا ټول زندانونه وتړل
مین زړه می ستا ده سترګو وصال غواړی
ساده! سپوږمۍ خویه ده، راځي په نیمو شپو
موږ ځکه له سترګو نه خوبونه وتړل