وادن دی ودان رحيمه! نه کوم له ډاره خوارې خوارې سجدې تـــر تا دې ورسي زما مستې خمارې سجدي وادن دی ودان دلته يو کس دی ځان ته وايي د جنت ټېکدار يو زيړ ايمان دی ورسره او څو بيمارې سجدې وادن دی ودان ای! ته هغه يې چي سينګار دې پرستش کړی دی ای! ته هغه يې چې کوي درته هيندارې سجدې؟