كلمات غمونه ستا

🎤 Molavi Rooh ul Amin
غمونه ستا
د الفت ستوري په زوال وینم
په ثوابونو کې اوبال وینم
غمونه ستا
له ډېوه پالو سره څنګ په څنګ کې
د ډېوه کُشو مینوال وینم
غمونه ستا
رنګ بدلوي، بدل خویونه کوي
د ښار سړیو کې کمال وینم

اسمانه! ولې اوښکې نه تویوې
مخ ته د تږو للمو کال وینم
غمونه ستا
زه د نېکانو مصلحت نه منکر
خو په هندوې باندې پال وینم
غمونه ستا
ما ځنګوي را ځنګوي حسنه!
لا یې لیمو کې د عشق ټال وينم
🟢 واتساب 𝕏

أغانٍ أخرى لـ Molavi Rooh ul Amin

كل أغاني Molavi Rooh ul Amin ←