كلمات ستا د ښایست وړانګی
ستا د ښایست وړانګی
زه چې غلی ومه دا راته لګیا وي
چې تیاره شي نو چوپتیا راته لګیا وي
ورځ مې تیره شي په
دغه اندیښنه کې
چې د شپې به دې غم بیا راته لګیا وي
له خاموشۍ
هم هیله کوم چې،
یو څو شیبې مې په ارامه پرېده.
په ترخو ترخو خبرو دې زه خاندم!
ستا د تورو تورو سترګو احترام دی
چای کې څومره بوره درته واچوم..؟
ما ویل بس یو غوړپ ترې وکه نور یې راکه.
پۀ ما دې تل ګمان کاؤه
ګمان دې نۀ پېژندۀ
مدام دې خپل تاوان کاؤه
تاوان دې نۀ پېژندۀ
حالاتو داسې وو تړلي
درته زړۀ او نظر
د خپلې مينې ليونی
جانان دې نۀ پیژنده