ورځه الله دی مل شه نه پيدا کېږمه که لارې که کوڅې لټووم داسې دې ورک کړم چې تمامې دروازې لټووم ورځه الله دی مل شه د کوم موسی مخې ته ودرېږم وژاړم او د بېخودۍ په ساز به څومره هديرې لټووم ورځه الله دی مل شه ته خو پرادي ماښام ته کېناستې دودونه کوې زه به مې زنې ته د کوم زیارت کيسې لټووم ورځه الله دی مل شه زما په حال باندې دې نه سوزېږي نه دې ژاړي که هديرو کې غرغړې کړم که ايرې لټووم ورځه الله دی مل شه زما په سترګو پسې درده زیاتي مه توېږه نه دې رانجه راټولوم نه دې آئینې لټوو