عشقان به ډېوې،ډېوې داغونه مې په زړه نېولي دي او ګوتې مې په تا پسې ساړه نېولي دي عشقان به کوټه دې د عطرين وجود په وږم پسې مري راوګرځه! ګلان دې بالښته نېولي دي عشقان به زخمونه مې ورو،ورو شول په ورغويو کې راشنه په سترګو کې مې ډنډ درته اوبه نېولي دي عشقان به په ډک محفل کې کېږي ،کيسې ستا د بې ننګۍ زه غلی یم غوږونه مې کاڼه نېولي دي