مړم یمه نور مې ګامونه زاره چاودي شو پۀ وړلو د ځان ژونده! پالمه دې ولا پۀ غولولو د ځان مړم یمه حسن به خود ټیټوي سر زما جذبو ته د عشق نۀ پۀ چاودلو یم د زړۀ ، نۀ پۀ شیندلو د ځان مړم یمه ما ضد نیولی و چې تانه پس به بیا ښۀ کېږم نږدې وژلی ومه بیا راټولولو د ځان زه یي پـه هـر ، هـر یوه کاڼي کي سکون وینمه خوله دې تڼاکې شه چي ته وایي سپیره دی وطن