كلمات چی شوی روان
چی شوی روان
د څاڅكو په لېمو مې سمندر ليدلى دى
په ټولو آئينو كې مې دلبر ليدلى دى
چی شوی روان
شهيد مازيګرى كوي شغلې لكه حسين
شفق مې سور په غشو د شمر ليدلى دى
چی شوی روان
له زړه مې چې كړي جوړه وچو شوندوته كوزه
ورځم پسې چا داسې كوزه ګر ليدلى دى
چی شوی روان
دا مستې مستې اوښكې چې جوپې جوپې راځي
دې پېغلو مې په سترګو كې ګودر ليدلى دى
چی شوی روان
بتګر د تخيل مې جوړه وي بت د جانان
په روح كې زما كان يې د مرمر ليدلى دى
چی شوی روان
ته پوې يې چې دا څنګه شو كاروان غزل، غزل
دا نن يې ايله يو نظر خيبر ليدلى دى