ده بیلتانه ظالم نخری ژوند يوازې تسلسل د ساوؤ نه دی ژوند زما په زړه د خدای مهرباني ده ده بیلتانه ظالم نخری لکه ته چې ناڅاپي مخې ته راشې څو کتابه دې راوړي وي ډالۍ کې ده بیلتانه ظالم نخری لکه تا سره چې شړکنده باران کې د چترۍ لاندې واړه ګامونه اخلم ده بیلتانه ظالم نخری ستا د عطرو او د خاورو خوشبويي وي پـه اشنا لار نا اشنا غوندې روان يو