حوری غلمان ما ویل لرې رانه مه ځه زه رښتیا وایم ویریږم تنهایي به مې عادت شي زه بیخي زر عادت کیږم ته به نه راته یادیږي حوری غلمان زه به نه درنه هیریږم بیا به هیڅ کولی نشم ځان ته نه تاته ځوریږم چې.زړه درکړمه خوله راکړې، څوک دچاڅومره قرضدارشو سپینه خوله په څو خرڅیږي، مین زړه په څو خرڅیږي ســـتا خبرې ملـــغلرې، ســندریزې جادوګــــرې دا خوږې خوږې ګورګرې، زموږ د غره په څو خرڅیږي