جار وطنه په سپین مخ دې د ماښام تیاره خورېږي سور سالو دې سور شفق ته ورته کیږي د رواج زنځير په پښو لاسو تړلې ستا د اوښکو او سلګو نه صدقه شم د زوال په شان د غرۀ په سر ولاړې زه اوس دومره شوم چې ته راپسې ژاړې هر زیارت ته د خپل ښار یې ورغلې په کوډګرو دې هم کړي تعویزونه نفلاتونه دې زما لپاره کړي شکرانه دې د خپل غاړې جامې ایښي او ورکړي دې بې حده خیراتونه یعني دومره ضرورت لرې وه مات