كلمات ورکه لالیه
ورکه لالیه
راځه چې يوه جوړه کړو
جونگړه په ځنگل کې
راځه چې شو بهر د
دغو شپو ورځو له جاله
ورکه لالیه
پرواز په داسې حال
وکړو چې ووځو له حاله
يو حال داسې پيدا کړو چې
مو حال اوځي له خياله
ورکه لالیه
بيا خيال يوه گړۍ کړو
د وصال په سلاسل کې
راځه چې يوه جوړه
کړو جونگړه په ځنگل کې
ورکه لالیه
وتلی اسوېلی مو
چې ورېځ هلته د نور وي
هجران شړلې اوښکې مو
چې څاڅکي د سرور وي
ورکه لالیه
برېښنا مو د ښايست
د تبسم د زړه په طور وي
احساس چې شي د خود
او بې خودۍ په جار وتل کې
ورکه لالیه
راځه چې يوه جوړه
کړو جونگړه په ځنگل کې
جهان مو يو جهان
وي د جهان د حس نه لرې
ورکه لالیه
مکان مو يو مکان د
لامکان د حس نه لرې
تل دواړه يو حمزه يو
د وجدان د حس نه لرې